Copyright 2006-2010
All logos, graphics are registered trademarks of AwaNama.

صبح به خیرافغانستان چې دمیډیم په ۱۱۰۷ کیلوهرتسه څپوپه ټول افغانستان کې اواف ام ۹۳ څپو په کابل کې خپرېږي دیوسروې له مخې په افغانستان کې دریمه غوره رادیو ده چې ۱۵ میلیونه اورېدونکي (دافغانستان ۶۱.۱۴ سلمه وګړي) ترپوښښ لاندې راولي.

په پښتو اودري دصبح به خیر افغانستان وب پاڼه هره ورځ له لسوزروډېر لېدونکي لري چې په ټوله نړۍ کې د افغانانوله پاره دخبراواطلاع رسولویوه غوره سرچینه ګڼل کېږي. تاسې کولی شئ دصبح به خیر افغانستان خپرونواورېدو،نویو خبرونو، رپوټونواونوروپه زړه پورې ډول ډول مطالبولوستلوپه موخه دغه ځای کلیک کړئ: www.gma.com.af

لومړی مخ
..........................................

مخینه

..........................................

د پروګرامونو جوړول اوخپرول (خپرونې)

..........................................

چاپي رسنۍ

..........................................
ژباړه او دوبله
..........................................

خبرتياوې او تبليغات

..........................................
خپرونې (چاپيزې او غږيزې)
..........................................

ډيزاين

..........................................
څېړنه او ارزونه
..........................................
له موږ سره اړیکې
..........................................
 
..........................................
 
 

په افغانستان کې درسنيوکارډېرپېچلی او له فرهنګي اوټولنيزوننګونو ډک دی. آوانما وياړي، چې د راديويي او تلويزيوني پروګرامونو په چمتو کولو او خپرولو کې له اوو کلونو څخه زياتې مودې تجربې په لرلو ددې ډګر په مخکښانو کې ځای لري.

په افغانستان کې (عامه خدمتونو)يوازينۍ خپرونې مخ ته وړلو دنده موږ په غاړه لرو. زموږ د صبح بخير افغانستان او ماښام په خير افغانستان خپرونې زيات شمېراورېدونکي لري، چې درادیوافغانستان ملي شبکې له لارې په ټول هېوادکې خپريږي. آوانما له درې کلونو راهيسې "د سولې راديو" ته بېلا بېل پروګرامونه جوړوي، چې د ايف ايم په څپود افغانستان په ټولو ۳۴ ولايتونو کې اورېدل کيږي. دا خپرونې په لنډو څپو هم اورېدل کيږي.

آوانما ډول ډول اودبېلابېلو موخو له پاره تلويزيوني پروګرامونه توليد او وړاندې کوي. په دې پروګرامونو کې ځانګړې رپوټونه، ګردي مېزونه، مستند فلمونه، د عامه خبرتيا پيغامونه او سوداګريز اعلانونه شامل دي، چې د بشري، پرمختيايي او د سولې ټينګښت او ټیکاوپياوړتیااو خپراوي له پاره کورنيو او بهرنيو موسسو ته چمتو شوي دي. دا ټولګې په منظمه توګه په افغانستان کې د فعالو تلويزيونې شبکو له لارې خپرېږي.

د افغانستان له ملي راديو تلويزيون سره د آوانما همکاري، دا يو ځانګړی او بې جوړې فرصت دی، چې دواړو موسسو ته د ګډوسرچينواو ځانګړوګډوپروګرامونوتوليد شونی کوي. په دې ډول پروګرامونو کې په نوو مفکورو د آوانما له ماهرې کاري ډلې اودملي رادیو تلویزیون له پرمختللو تخنیکي آسانتیاوواوسمبالو ستډيوګانو څخه ګټه اخيستل کيږي.

د ملي رادیوتلويزيون کارکوونکومسلکي روزنه هم ددې دوه اړخيزو همکاریويوه مهمه برخه ده. پر دې برسېره موږ له ملي رسنيوسره دخپرنيزو پروژو په سرته رسولو کې لازمی سلا مشورې او عملي مرستې کوو.

 

د پروګرامونو جوړول اوخپرول (خپرونې)

کیفیت مـهـم دی!

دآوانما وېدیویي پیداوارپه ټول هېوادکې له بیلابیلوتلویزیوني شبکوڅخه خپرېږي.

دآوانما کاري بیلګې لکه: سوداګریزپیغامونه، مستندفلمونه، دعامه خبرونې پیغامونه اوګردي میزونه داړتیا په وخت ستاسو په واک کې درکول کېږي.

دری / پښتو / انگلیسی