| .......................................... |
| .......................................... |
| .......................................... |
| چاپي رسنۍ |
| .......................................... |
| ژباړه او دوبله |
| .......................................... |
| .......................................... |
| خپرونې (چاپيزې او غږيزې) |
| .......................................... |
| ډيزاين |
| .......................................... |
| .......................................... |
| له موږ سره اړیکې |
| .......................................... |
| .......................................... |
ترکار لاندې يايوې بشپړې شوې پروژې اغېزمتوب څه ډول ارزول کېدی شي؟ د بازار ننګونو په وړاندې څه ډول غبرګون وښودل شي؟ څنګه کولای شو،په ټوله کې خپل خدمتونه لا پسې ښه کړو؟ ددې کار له پاره سم او کره مالومات او څېړنه په کار ده. آوانما دسمواوکره مالوماتوراټولولو، معتبروپلټنو،کمي او کيفي ارزونوله لارې له تاسو سره په دې هکله مرسته اوسلا مشورې درکوي.
هغه دولتي موسسې، خصوصي شرکتونه اوناحکومتي سازمانونه، چې د رسنيو، مدني ټولنې، بشري حقونو او اقتصادي پروژو په برخو کې کار کوي، کولی شي په دې برخو کې زموږ له خدمتونو څخه استفاده وکړي.
آوانما دڅېړنې اوارزونې په برخوکې ښوپايلوته درسيدوپه موخه له هغو پرمختللولاروچارو ګټه اخلي، چې دتجربې له مخې یې وده کړې ده همدارنګه زموږ کارپوهان دپروژوڅېړنې،ارزونې اواداري سياست په تدوين کې اوږدې تجربې لري. موږ نه يوازې ارزونه کوو، بلکې د اجرا وړ ټولګې هم پېژنو او سپارښتنه يي کوو.
هغه څه چې آوانما له نورو موسسو څخه بېلوي هغه د افغاني ټولنې او په هېواد کې د شته جوړښت په اړه له ژورې پېژندنې سره جوخت زموږ نوښتګرکار دی. موږ پر خپلو کاري تجربو برسيره تل د نړۍ تخصصي سرچينو ته هم مراجعه کوو.
د کره او سمو مالوماتو او شمېرنوراټولولو له پاره موږ له بېلابېلو لارو چارو څخه ګټه اخلو، لکه پوښتنليکونوډکول، ډله ييزوخبرو اتروپه لاراچول او څېړنیزې مرکې. راټول شوي توکي د سروې چاروڅېړونکواو کارپوهانو له خوا په علمي بڼه ارزول کيږي. له هغې وروسته سم او کره رپوټونه کارسپارونکو ته ورکول کيږي. کارسپارونکي ددغورپوټونوپر بنسټ دخپل کاري حالت څرنګوالی ارزوي او د خپل کار ښه کولوپه موخه لازمې پرېکړې کوي.
د آوانما سروې ګانې له يو لړ وړانديزونو سره مل دي، چې کارسپارونکو او پېرودونکو ته دا آسانتیابرابروي، ترڅوپر خدماتي تګلارو برسېره خپلوستونزوډېرژرلرې کولوپه موخه اړین کارونه ترسره کړي.
څېړنه او ارزونه
دآوانما وېدیویي پیداوارپه ټول هېوادکې له بیلابیلوتلویزیوني شبکوڅخه خپرېږي.
دآوانما کاري بیلګې لکه: سوداګریزپیغامونه، مستندفلمونه، دعامه خبرونې پیغامونه اوګردي میزونه داړتیا په وخت ستاسو په واک کې درکول کېږي.
صبح به خیرافغانستان چې دمیډیم په ۱۱۰۷ کیلوهرتسه څپوپه ټول افغانستان کې اواف ام ۹۳ څپو په کابل کې خپرېږي دیوسروې له مخې په افغانستان کې دریمه غوره رادیو ده چې ۱۵ میلیونه اورېدونکي (دافغانستان ۶۱.۱۴ سلمه وګړي) ترپوښښ لاندې راولي.
په پښتو اودري دصبح به خیر افغانستان وب پاڼه هره ورځ له لسوزروډېر لېدونکي لري چې په ټوله نړۍ کې د افغانانوله پاره دخبراواطلاع رسولویوه غوره سرچینه ګڼل کېږي. تاسې کولی شئ دصبح به خیر افغانستان خپرونواورېدو،نویو خبرونو، رپوټونواونوروپه زړه پورې ډول ډول مطالبولوستلوپه موخه دغه ځای کلیک کړئ: www.gma.com.af