Copyright 2006-2010
All logos, graphics are registered trademarks of AwaNama.
صبح به خیرافغانستان چې دمیډیم په ۱۱۰۷ کیلوهرتسه څپوپه ټول افغانستان کې اواف ام ۹۳ څپو په کابل کې خپرېږي دیوسروې له مخې په افغانستان کې دریمه غوره رادیو ده چې ۱۵ میلیونه اورېدونکي (دافغانستان ۶۱.۱۴ سلمه وګړي) ترپوښښ لاندې راولي.
په پښتو اودري دصبح به خیر افغانستان وب پاڼه هره ورځ له لسوزروډېر لېدونکي لري چې په ټوله نړۍ کې د افغانانوله پاره دخبراواطلاع رسولویوه غوره سرچینه ګڼل کېږي. تاسې کولی شئ دصبح به خیر افغانستان خپرونواورېدو،نویو خبرونو، رپوټونواونوروپه زړه پورې ډول ډول مطالبولوستلوپه موخه دغه ځای کلیک کړئ: www.gma.com.af
| لومړی مخ |
| .......................................... |
| .......................................... |
| .......................................... |
| چاپي رسنۍ |
| .......................................... |
| ژباړه او دوبله |
| .......................................... |
| .......................................... |
| خپرونې (چاپيزې او غږيزې) |
| .......................................... |
| ډيزاين |
| .......................................... |
| څېړنه او ارزونه |
| .......................................... |
| له موږ سره اړیکې |
| .......................................... |
| .......................................... |
آوانما په رسنيو او مشورتي چارو کې يوه افغاني مخکښه موسسه ده، چې د راديويي، تلويزيوني او تجارتي پيغامونو د طرحې، توليد او خپراوي په برخو کې کار کوي. د آوانما خپرونو د اروپايي کميسون په مالي ملاتړ په کار پيل وکړ او د فعاليت په کلونو کې يې نړيوالو مرسته رسوونکو ټولنو ته بېلابېل خپرنيز پروګرامونه جوړ کړي دي. د هغو له ډلې څخه يې د امريکامتحده ايالتونونړيوالې پراختيايي ادارې، د امريکا، آلمان او ډنمارک سفارتونو او ملي او نړيوالو ناحکومتي موسسو ته يو شمېر پروژې توليد او چمتو کړي دي. آوانما مسلکي او مخ په غوړېدا يو بنسټ دی.
صبح به خير افغانستان (GMA)، په افغانستان کې د عامه خدمتونو يوازینۍ راديوي خپرونه ده، چې د ۱۳۸۱ کال د کب په مياشت کې يي په خپرونو پيل کړی دی. دا خپرونه د نوي ژورناليزم، رغنده ادارې او ښه پروګرام جوړونې په لاره کې د آوانما د خپرونو يوه بېلګه ده. صبح بخير افغانستان په خپرونوکې خپلواک دی او آوانما د هغې مالي لګښت چمتو کوي. آوانما له ۶۰ تنو څخه زيات کارکوونکي لري، چې د راديویي او تلويزوني پروګرامونو په جوړونې، اجرا، طرحې، ډېزاين، څيړنيزو او مشورتي چارو بوخت دي.
کيفيت مهم دی! ستاسوکاري موخو پلي کول زموږ هيله ده. آوانما د بودجې اوټاکلې مودې پر بنسټ ژمنه کوي، ترڅو کارونه په ښه او منلې توګه سرته ورسوي او دکارسپارونکي خوښي ترلاسه کړي. آوانما د چارو د ښه سرته رسولو له پاره دپروګرامونوپه طرحې او بشپړولوکې په پرله پسې ډول له تاسو سره سلا مشورې کوي.
د آوانما ځوانه او نوښتګره کاري ډله له نړيوالې منل شوې کچې او افغاني ځانګړتيا سره سم کار کوي، تر څو ددې بنسټ خپرنيزې ټولګې د افغانانو له مينې سره سمې او نړيوالو بازارونو ته يي د منلو وړ وګرځوي. زموږ تګلاره داده، چې پراورېدونکودکره اواغېزمنولاروپه لټولو، له کار سپارونکو سره مرسته وکړو. دکار دا برخه په بېلابېلو پړاوونوکې د پروژې اغېزمنتوب څیړنې، د هغې کار اوپايلو دوروستۍ ارزونې او کار سپارونکوته له سپارښتنوسره يوځای دکمي او کيفي رپوټ ورکولو څخه عبارت ده.
آوانما په افغانستان او د فعاليت په نور وځايونو کې ټولو قوانينو او مقرراتو ته درناوی خپله دنده بولي. په افغانستان کې ملت جوړونې، د سولې بسياينې اوپراختياته ژمنتوب، موږ دې ته اړ باسي، ترڅوله ځاني سوداوګټو لوړسوچ اوعمل وکړو. نوځکه خو، زموږ له موخوڅخه يوه هم په افغانستان کې د بېارغاونې اوپراختيا په برخوکې دغير انتفاعي پروژوسرته رسول دي.
مـخـیـنه
دآوانما وېدیویي پیداوارپه ټول هېوادکې له بیلابیلوتلویزیوني شبکوڅخه خپرېږي.
دآوانما کاري بیلګې لکه: سوداګریزپیغامونه، مستندفلمونه، دعامه خبرونې پیغامونه اوګردي میزونه داړتیا په وخت ستاسو په واک کې درکول کېږي.